Previous slide
Next slide

د افغانانو نوی نسل چې زموږ د ملت ۷۰ سلنه برخه جوړوي د خپلواکۍ ارزښتونو او تاریخی کلتورته درناوي کوي. اوس د دې وخت را رسیدلی چې افغانان یو ځل بیا خپل برخلیک معلومولوته ته یو مټي شي، په خدای (ج) باندې په توکل او په یو بل باندې د اعتماد په لرلو سره افغانستان د افراطیت له واکمنۍ څخه خلاص او د یوه سوله ایز، هوسا، او ځواکمن راتلونکي په لور حرکت وکړي.

د بري د تأمین او دغو موخو ته د رسېدو لپاره د افغانستان متحدې جبهې په یوه لیکه کې د یووالي او مبارزې لپاره زمینه برابره کړې او د شته ننګونو په درک سره یې د هر اړخیز پلان په لرلو، پراخ حرکت پیل کړی دی.
جبهه په درېیو بنسټیزو سیاسي، ملکي او نظامي برخوکې جګړه کوي او د هېواد د ازادۍ لپاره په انفرادي او ډله ییزه توګه د ټولو افغانانو له ځواک او ظرفیت څخه په استفادې ټینګار کوي. همداراز د افغانستان د اساسي قانون بيا نافذول، په ٢٠٠٤ کال کې د افغانانو د لويې جرګې مصوبه او د افغانستان د درې رنګه بيرغ بيا رپېدل د افغانستان د متحدې جبهې د مبارزې بنسټونه دي.

مبارزه

د افغانستان متحده جبهه د افغانانو د یووالي هڅه او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون بېرته راګرځولو او د خلکو د ازادۍ، سولې او هوساینې د تأمین لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

ارزښتونه

ملي یووالی

د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا

خپلواکۍ

عدالت

د افغانستان ملي بیرغ

ملي هويت

مساوات

رهبری

د افغانستان متحده جبهه د مشرتابه شورا له خوا رهبري کیږي چې له پخوانیو پوځي افسرانو، جنرالانو، واليانو او ژمنو مبارزو او با استعداده افغانانو څخه جوړه ده. چې د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې په ۱۲ نېټه د رهبری شورا په غونډه کې چې د مشرتابه د ټاکلو په موخه جوړه شوې وه د دغې جبهې د رهبري شورا د اکثریت حاضرو غړو په ګډون ډګر جنرال سید سمیع سادات د رایو په اکثریت سره د افغانستان د متحدې جبهې د مشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې په ۱۲ نېټه د رهبری شورا په غونډه کې چې د مشرتابه د ټاکلو په موخه جوړه شوې وه د دغې جبهې د رهبري شورا د اکثریت حاضرو غړو په ګډون ډګر جنرال سید سمیع سادات د رایو په اکثریت سره د افغانستان د متحدې جبهې د مشر په توګه وټاکل شو.

وروستي تازه معلومات