"د افغانستان د ازادۍ لپاره متحد"

د افغانستان متحده جبهه د مشرتابه شورا له خوا رهبري کیږي چې له پخوانیو پوځي افسرانو، جنرالانو، واليانو او ژمنو مبارزو او با استعداده افغانانو څخه جوړه ده. چې د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې په ۱۲ نېټه د رهبری شورا په غونډه کې چې د مشرتابه د ټاکلو په موخه جوړه شوې وه د دغې جبهې د رهبري شورا د اکثریت حاضرو غړو په ګډون ډګر جنرال سید سمیع سادات د رایو په اکثریت سره د افغانستان د متحدې جبهې د مشر په توګه وټاکل شو.

د ۲۰۲۳ کال د می د میاشتې په ۱۲ نېټه د رهبری شورا په غونډه کې چې د مشرتابه د ټاکلو په موخه جوړه شوې وه د دغې جبهې د رهبري شورا د اکثریت حاضرو غړو په ګډون ډګر جنرال سید سمیع سادات د رایو په اکثریت سره د افغانستان د متحدې جبهې د مشر په توګه وټاکل شو.

د جنرال سمیع سادات ژوندلیک:

ډګر جنرال سید سمیع سادات د افغانستان د متحدې جبهې مشر، د افغانستان د ځانګړو عملیاتو قول اردو پخوانی قوماندان دی. هغه په ۲۰۲۰ کال کې د افغانستان په جنوب لویدیځ کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د قوماندان او په ۲۰۱۹ کال کې د افغان ملي اردو په چوکاټ کې د ځانګړو عملیاتو د ګډ قوماندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
جنرال سادات تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د عمومي ریاست په مهمو پوستونو کې دنده ترسره کوله. له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې یې د پټو عملیاتو د مشر په توګه دنده ترسره کړې او له هغه وروسته تر ۲۰۱۸ کال پورې د افغانستان او امریکا د ترهګرۍ ضد عملیاتو د ګډې استخباراتي ډلې مشر و.
ډګرجنرال سادات په ۲۰۱۱ کال کې د برتانیا له دفاعي اکاډمۍ، د کنډک د قوماندې کورس له پولنډ او د جرمني له مونیخ څخه د ناټو له پوځي اکاډمۍ څخه فارغ شوی دی. نوموړی همدارنګه د برتانیا د رهبري او مدیریت له انستیتیوت څخه د ماسټرۍ په کچه د رهبري او ستراتیژیک مدیریت په برخه کې فراغت تر لاسه کړي دی.
د افغانستان متحده جبهه د خپلو پلانونو د عملي کولو لپاره له ۶ کمیسیونونو سره خپل کار پیل کړي دي، خو د مبارزې او د وخت له غوښتنو سره سم به نوي کمیسیونونه هم جوړ شي.